د پخوانیو افغان سرتېرو جبري شړل؛ یو انساني ناورین او د نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه

۱۳ ساعتونه مخکې

د بې ځایه شویو په نامه د کډوالو د ملاتړ نړۍوال سازمان د ایران له لوري د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د پخوانیو پولیسو، سرتېرو او د هغوی د کورنیو د غړو د جبري شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او دا یې د هغوی د ژوند لپاره یو جدي ګواښ ګڼلی.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، هغه کسان چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړیۍال امنیت لپاره قربانۍ ورکړې وې، اوس بېرته هغه رژیم ته سپارل کېږي چې کلونه یې ورسره مبارزه کړې وه او دا اقدام د دوی ژوند ته مستقیم ګواښ بلل کېږي.

د بې ځایه شویو سازمان وایي، له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام نسکور کړ، د ملي اردو، پولیسو او استخباراتو پخواني غړي د انتقام د پراخ کمپاین موخه ګرځېدلي. که څه هم طالبانو عمومي عفوې ته اشاره کړې، خو واقعیت دا دی چې له یادو کسانو سره زور زیاتی، توقیف، شکنجه او ان وژنې دوام لري. دا حقایق د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو نړۍوالو ادارو له خوا مستند شوي دي.

په راپور کې راغلي، د جون له ۲۴مې د جولای تر ۹مې یعنې یوازې په دوو اوونیو کې له ایران څخه له ۵۰۰زرو زیات افغان کډوال په زور شړل شوي دي، چې پکې سلګونه پخواني امنیتي کارکوونکي هم شامل دي.

په دې کسانو کې ډېری داسې هم شته، چې له قانوني اسنادو سره سره نیول شوي، وهل شوي، اسناد ترې اخیستل شوي او پرته له هر ډول بشري مرستو اسلام‌کلا بندر ته استول شوي دي؛ هغه ځای چې د ۵۰ درجو ګرمه هوا، لوږې، تندې او د درملنې نشتوالي له امله یو انساني ناورین روان دی.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، دا جبري شړل د «نه شړلو اصل» څخه ښکاره او قصدي سرغړونه ده. دا اصل د نړۍوالو بشري قوانینو بنسټیز اصل دی چې پر اساس یې هېڅوک باید هغه ځای ته بېرته ونه شړل شي، چېرته چې له شکنجې، مرګ یا ځورونې سره مخ کېږي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپلو وروستیو راپورونو کې څرګنده کړې، چې طالبان پخواني امنیتي کسان په سیسټماټیک ډول تعقیبوي، شکنجه کوي او وژني یې. نوموړی وایي، دا عملونه بې‌پایلې روان دي او نړۍواله ټولنه باید بېړنی اقدام وکړي.

دغه سازمان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر مشر فلیپو ګرانډي غږ کړی، چې دا حالت د بېړني وضعیت په توګه وپېژني او همداراز د اسلام کلا، تورخم او سپین بولدک سیمو ته د بېړني ثبت او محافظتي ټیمونو استول یقیني کړي.

راپور زیاتوي، چې د بېړني ثبت او محافظتي ټیمونو ترڅنګ د لنډمهاله خوندي زونونو او بشري دهلیزونو جوړول همداراز د پخوانیو امنیتي کسانو لپاره د ثالث هېوادونو له لارې د خوندي استوګنې اسانتیاوې برابرې شي.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان له ایران او پاکستان څخه غواړي، چې د افغان کډوالو شړل ژر تر ژره بند کړي، پرته له دې چې د هغوی فردي وضعیت وڅېړي.

سازمان وايي، ایران باید د افغان کډوالو پر ضد د قرباني کولو او ټولییزو سزاوو کمپاین پای ته ورسوي.

په راپور کې له نړۍوالې ټولنې، امریکا، اروپایي ټولنې، هندوستان، جاپان او خلیجي هېوادونو غوښتنه شوې، چې ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي. په دې کار کې غفلت د انسانیت، قانون او اخلاقي مسوولیت ستره ماته ده.

د دغه سازمان مشر اشرف حیدري وایي: «موږ د هغو کسانو جبري شړل ګورو چې کله د نړۍ ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد ولاړ وو. اوس دوی د شکنجې، ورکېدنې یا اعدام لپاره بېرته استول کېږي. که نړۍواله ټولنه اوس دا خلک ونه ژغوري، دا به یوازې قانوني ناکامي نه وي، بلکې یو اخلاقي سقوط به وي.»

نور خبرونه

رادیو