د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په یوې مرکې کې ویلي، هېواد په تېر څلورو کلونو کې د پوهنې په برخه کې تر سیالانو ډېر شاته شوی.
نوموړي د طالبانو له مشر څخه غوښتي، چې په دې برخه کې د خپلو مشاورينو پر نظرونو غور وکړي.
داودزي د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په دغه مرکه کې همداراز د کانکور سږني پایلو ته په اشارې ویلي: «متاسفانه په دې څلورو کلونو کې د افغانستان تعليمي سطحه پرېوتې ده او افغانستان له سیالانو شاته شوی.»
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط تر مهاله له زده کړو یو نیم میلیون ځوانان فارغه کېدل، چې ۲۳ سلنه یې نجونې وې.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د نجونو د زده کړو په اړه د یوه «جاسوس او جاهل» کړۍ تر اغېز لاندې دی، چې په بېلابېلو نومونو یې وېروي.
داوودزی وایي: «هبتالله یو دیني عالم دی، خو پر شاوخوا یې د جهالت یوه کړۍ راڅرخي. دغه کړۍ هغه وېروي، چې که ښځو ته حق ورکړي، خلک به راپاڅي، پر وړاندې به یې ودرېږي او ښايي بغاوتونه پیل شي.»
د داودزي په خبره، دغه کړۍ «یا جاسوسان دي یا جاهلان.»
نوموړي له هبت الله اخوندزاده څخه غوښتنه کړې، چې د نجونو د زده کړو په برخه کې دې پر خپل شاوخوا را ګرځېدلې کړۍ غور وکړي او ماته دې کړي.
عمر داوودزی د نارینهوو او ښځو تر منځ د مساوات او عدالت غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې مستحقو او مبارزو مېرمنو ته به خپل حق ورکول کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.
د کانکور په سږنۍ ازموینه کې هم د تېرو دوو کلونو په څېر یوځل بیا د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ټولو ښوونیزو مرکزونو بندیزونه لګولي دي.