د طالبانو د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن چهارشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوه کوډګر یې د کوډو له کتابونو او اسنادو سره یو ځای نیولي او عدلي بنسټونو ته یې سپارلي دي.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې نیول شویو کوډګرو د کورنیو ترمنځ د اختلافاتو سربېره د خلکو «مذهبي عقیدو» ته هم زیان رسولی دی.