د غزني لپاره د طالبانو سیمهییزو امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د اجیرستان ولسوالۍ په لنګرخېل کلي کې د ځمکې په سر د وسلهوالې شخړې په تړاو چې درې کسان پهکې ټپیان شوي وو؛ ۱۴کسان نیولي دي.
ځايي امنیتي چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان یې تر لومړنیو څېړنیو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.