د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له فاکس نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې دا هېڅکله هم د ایران تګلاره نه وه چې اسراییل دې د نړۍ له نقشې ورک کړي. نوموړي زیاته کړې چې تهران به د فلسطین پلوه وسلهوالو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي.
عراقچي زیاته کړې: «موږ باور لرو چې دغه ډلې حماس، حزبالله او حوثیان د یوې عادلانه موخې لپاره جنګېږي. موږ تل د دوی ملاتړ کړی، که سیاسي وي یا له نورو لارو.»
د عراقچي دا څرګندونې داسې مهال دي چې علي خامنهیي او د ایران نور لوړپوړو چارواکو څو ځله د اسراییل د نابودۍ خبرې کړې دي.