طالبان وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو یې د پوځ شمېر بسنه کوي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، چې د پوځ په اوسني شمېر کولای شي د افغانستان امنیت ټینګ کړي.

نوموړي نن سې شنبه د (چنګاښ ۳۱مه) د دغه وزارت د لاسته راوړنو په غونډه کې ویلي، چې دا مهال د طالبانو د پوځ شمېر د ۱۵۰ تر ۲۰۰زرو ترمنځ دی.

هغه وایي:« د اردو شمېر د ۱۵۰ څخه تر۲۰۰ زرو ترمنځ دی، اوسني شرایط همدا ایجابوي او موږ په دې شمېر کولای شو د خپلو پولو، ښارونو او لویو لارو امنیت ټینګ کړو.»

نور خبرونه

رادیو