د امریکا جمهوري غوښتونکي استازي ټیم برچټ پر افغانانو غږ وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې راپورته شي او داسې حکومت جوړ کړي چې دوی ورته اړتیا لري.
هغه د امریکا پر مرستو هم نیوکه وکړه او ویې ویل: «زه نه پوهیږم چې ولې موږ باید افغانستان ته حتا یو سینټ ولېږو.»
سي این این د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۳۱مه، په یوه مفصل رپوټ کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمولو د بدو پایلو په اړه بحث وکړ. د دې راپور په یوه برخه کې ټیم برچټ افغانستان ته د امریکا د مرستو د کمولو په ځواب کې وویل:«امریکا نړیوال بانک نه دی. [داسې] امریکایان شته چې په ورته حالت کې دي [د افغانانو په څېر]، امریکایان چې وږي وي، تاسې غواړئ موږ پیسې پور واخلو او بهر ته یې واستوو.»
هغه زیاته کړه: «زه د افغانستان له خلکو سره ډیره خواخوږي لرم، خو زه فکر کوم چې همدا وخت دی چې خلک پخپله راپورته شي او داسې حکومت جوړ کړي چې دوی ورته اړتیا لري، نه د طالبانو.»
برچټ مخکې د سلواغې په میاشت کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې طالبانو ته په اونۍ کې ۴۰ ملیون ډالر لېږل ودروي.
په مرغومي میاشت کې هغه د استازو په جرګه کې یو قانون وړاندې کړ چې ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا پیسې د طالبانو لاس ته نه ځي.
دا قانون وروسته د استازو په جرګه کې تصویب شو او اوس ټاکل شوې ده چې مشرانو جرګې ته لاړ شي.