د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي. هغه له ایران نه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې بشري حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیسي.
فیلیپو ګرانډي له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو د یو مخیزې اېستنې بهیر ته په اشارې سره له تهران نه وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې بشري حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیسي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دې کتنه کې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې د انساني کرامت پر رعایتېدو ټينګار کړی دی.
نوموړي د بې اسنادو افغانانو د اېستنې بهیر د چټکېدو په برخه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو له ټينګار سره سره څرګنده کړې چې نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او له ستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي څو په خپل هېواد کې کار و روزګار ولري.
د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې د انساني کرامت د ساتنې په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې له ایران نه ډېری راستانه شوي افغانان د دغه هېواد د نظاميانو له بد چلنده شکایت لري او په ټولنیزو رسنیو کې هم له افغان کډوالو سره د ایرانیانو د ناوړه چلند ګڼې ویډيوګانې خپرې شوې دي.