د ازبکستان د استخباراتو د رييس کوربونوف باخودیر او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه شوې، چې دواړو هيوادونو ته باید د کرنيزو او مصنوعي مخدره توکو د وارد کېدو مخه ونيول شي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او په امنيتي برخه کې د دواړو لوريو تر منځ د دوامدارو همکاریو او د هغو پر تقويه کېدو خبرې وشوې، څو د دواړو هېوادونو په امنيت کې ښه والی راشي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ازبکستان د استخباراتو رييس په افغانستان کې د ازبکستان له لوري د پیل شویو اقتصادي پروژو پر امنیت ساتنې ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د ازبکستان د استخباراتو د رييس په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی او غواړي له طالب چارواکو سره د دوه اړخیزو او په ځانګړې توګه امنیتي او استخباراتي مسایلو په تړاو خبرې وکړي.