په انقره کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې حمیدالله تمکین د یمن جمهوریت له سفیر محمد صالح طُریق سره په کتنه کې د افغانستان او یمن ترمنځ د کلتوري همکاریو د پراخولو او پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
طالبان وايي، چې محمد صالح طُریق په انقره کې د طالبانو له سفارت سره د کلتوري او تاریخي ګډو ارزښتونو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د طالبانو په وینا، په انقره کې د یمن سفیر هیله څرګنده کړه چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو ودان، سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وګرځي.