په داسې حال کې، چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، د دې ډلې لوی درستیز وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې په ټول هېواد کې ۹۶۴ زره عملیات کړي دي. د طالبانو د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې تر دې دمه د دوی د ځواک ۱۰سلنه، چې ۲۰زره کسان کېږي، تنقیص شوي.
د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د سېشنبې په ورځ په کابل کې د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وویل، چې ددفاع وزارت په چوکاټ کې طالبانو په ټول هېواد کې ۹۶۴ زره عملیات کړي دي.
فطرت د دغه وزارت د یو کلنو فعالیتونو د راپور ورکولو پر مهال وویل چې دغه عملیات په ټول هېواد کې د نظم ټینګښت، د جرمونو مخنیوي او د وسلهوالو ډلو پر ضد ترسره شوي دي.
فطرت په خپلو خبرو کې د طالبانو په لیکو کې د تنقیص په اړه وویل، چې تر دې مهاله لس سلنه سرتېري تنقیص شوي او ټاکل شوې چې ۲۰زره نور هم له دندو ګوښه شي.
د فطرت په وینا، په دې موده کې لس زره منسوبین د محاربوي زده کړو او څه باندې ۲۳ زره نور له مرکزي او ساحوي تعلیمي مرکزونو فارغ شوي دي.
د طالبانو لوی درستیز وویل، چې د هوایي ځواکونو یو زر او ۲۴۴منسوبین د مسلکي زده کړو له مرکزونو فارغ شوي او ۸ الوتکې ترمیم شوې دي.
طالبان په یوه کال کې د شاوخوا یو میلیون ځله عملیاتو خبر داسې مهال ور کوي، چې ددې ډلې چارواکي د سرتاسري امنیت د ټینګښت او وسله والو ډلو د نشتوالي خبر ور کوي.