په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان دوو مهمو وزیرانو کابل ته سفرونه وکړل او هلته یې د طالبانو له وزیرانو او نورو لوړپوړو مقاماتو سره خبرې اترې وکړې.
د جولای پر اوولسمه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف معاون اسحاق ډار (چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دی) په مشرۍ یو هیئت په یوه ورځني سفر کابل ته ولاړ، چې په دغه هیئت کې د پاکستان د رېلګاډو د وزارت مسوولین او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی سفیر صادق خان هم ګډون درلود.
اسحاق ډار او د هیئت غړو په کابل کې په هغه درېاړخیزه غونډه کې ګډون وکړ، چې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د رېلګاډي پټلۍ د اعمار د پروژې د عملي کولو په لارو چارو د بحث لپاره جوړه شوې وه.
پر دې غونډه برسېره، اسحاق ډار د سفیر صادق خان په ملتیا د طالبانو له سرپرست رییسالوزرا ملا محمد حسن او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدنې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار له سفر سلاسي وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای میاشتې پر شلمه د سفیر صادق خان په ملتیا کابل ته ولاړ او د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراجالدین حقاني سره یې د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو پر امکاناتو د نظر تبادله وکړه.
د رسنیو د خپرو شویو خبرونو له مخې، افغان لوري له پاکستان نه له افغان کډوالو سره د انساني چلند غوښتنه هم وکړه. رسمي سرچینې د خبرو اترو د مثبتو پایلو ادعا کوي، خو ازاد خبریالان وايي چې له افغان لوري، پاکستاني هیئت ته ویل شوي چې د پاکستان دننه ترهګرۍ کې د افغانستان د طالبانو حکومت یا افغانان هېڅ رول نه لري؛ دغه ترهګري د پاکستان داخلي موضوع ده، چې باید خپله ورته حللاره پیدا کړي.
خو که ژور نظر ورته وکتل شي، د پاکستان دغه دوه مهم وزیران کابل ته تر هغو زیاتو مهمو موخو لپاره تللي وو، چې په مطبوعاتو کې یې ذکر شوی دی. ځکه دغه دوه وزیران د پاکستان په دولتي واک کې د دوو مهمو څانګو استازیتوب کوي.
اسحاق ډار، سربېره پر دې چې د لومړي وزیر معاون او د بهرنیو چارو وزیر دی، د پاکستان د اوسني واکمن ګوند مسلم لیګ د رهبر او د پنجاب د منل شوي مشر نواز شریف خاص باوري سړی دی. سربېره پردې، هغه د نواز شریف (چې د لومړي وزیر شهباز شریف مشر ورور دی) خپلوان هم دی (د هغه زوی ته د نواز شریف لور واده شوې ده). په دې ډول، پوهېدل سخت نه دي چې اسحاق ډار د پاکستان د دولت د ملکي څانګې باوري استازی دی.
خو لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، په پاکستان کې اصلي سیاسي او دولتي واک د جنرالانو په لاس کې دی. نو دا خبره په پاکستان کې له هېچا پټه نه ده چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنرالواکۍ او په ځانګړي ډول د پوځ د لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر استازیتوب کوي.
له همدې امله، د اسحاق ډار د کابل له سفر درې ورځې وروسته، هغه کابل ته ولېږل شو، ځکه طالبان د پاکستان له سیاست سره ډېر بلد دي او پوهېږي چې د پاکستان اصلي او مهم پیغام هغه دی چې د جنرالانو له لوري راوړل شوی وي.
که څه هم د پاکستان حکومت او د دغه هېواد میډیا د دغو خبرو اترو اصلي موخه د افغان طالبانو له لوري له ټیټیپي سره د مرستې بندېدل بولي، خو دا حقیقت نه دی، ځکه چې د ټیټیپي بېرته په پاکستان کې د مېشتېدو پرېکړه د پاکستان حکومت او افغان طالبانو په ګډه کړې وه.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان هغه ویډیویي مرکه اوس هم په یوټیوب کې شته، په کومه کې چې عمران خان اعتراف کوي چې په پاکستان کې د ټي ټي پي د مېشتېدو پرېکړه د هغه وخت حکومت د افغان طالبانو په غوښتنه کړې وه.
سیاسي شنونکي وايي چې په پښتونخوا کې د ټي ټي پي خپرېدل که له یوې خوا د سترې نړیوالې لوبې برخه ده، نو له بلې خوا د جنرالواکۍ هدف د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالبانو ځای پر ځای کول او له دې لارې د افغان/پښتون مليګرایي مخنیوی هم دی.
نو بیا جنرالواکي له طالبانو څه غواړي؟
د سیاسي اوضاع دوامداره شنونکي وايي چې د پاکستان او هند جګړه لا بشپړه پای ته نه ده رسېدلې.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وار په وار ویلي چې د پاکستان پر ضد د هند پوځي عملیات «سندور» پای ته نه دي رسېدلي؛ یوازې یوه موقته وقفه پکې راغلې او دا عملیات به دوام ومومي. د روان کال د سپتمبر په میاشت کې، د چین پر ضد د څلورو هېوادونو (امریکا، هند، جاپان او استرالیا) لهخوا جوړې شوې پوځي جبهې کواډ (QUAD) سرمشریزه به په هند کې جوړه شي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ شي.
د دې خبرې امکان شته چې هند د جون په میاشت کې متوقف شوي «سندور» نومي پوځي عملیات له دې غونډې وروسته بېرته پیل کړي. خو هند غواړي چې له پاکستان سره د بېرنۍ جګړې له پېلېدو مخکې، له خپلو متحدینو څخه د دې تضمین تر لاسه کړي چې چین به د هند او پاکستان په شخړه کې مداخله ونه کړي.
پاکستان غواړي چې له هند سره په اوږده او خطرناکه جګړه کې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له جغرافیا څخه د ستراتیژیک عُمق په توګه عملي استفاده وکړي ځکه د پاکستان د ځمکې سور ډېر کم دی. برسېره پر دې، په بلوچستان او پښتونخوا کې امنیتي شرایط هم له خطره خالي نه دي. نو پاکستان، چې له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ستراتیژیکې ژورتیا په پروژه کې پانګونه کړې، اوس د دغې پانګونې د استفادې وخت رارسېدلی دی.
د پاکستان پوځي ستونزې له دې امله هم زیاتې شوې دي چې که چیرې د ایران او اسراییل شخړه بیا توده شي، نو د هغې له منفي اغېزو پاکستان ځان نشي ژغورلی، نو ځکه غواړي چې خپل لوېدیځ لوري ته د ځان لپاره د مصوونیت امکانات ولټوي.