د ایران د تایباد د ولسوال مرستیال مهدي رجبي وايي، هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه ډېرې ایرانۍ او بهرنۍ لارۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلامکلا او دوغارون له بندرونو تګ راتګ کوي، چې له دې شمېر څخه شاوخوا ۲۰۰ ایرانۍ لارۍ د ناقانونه افغان کډوالو توکي له بېلابېلو ولایتونو دوغارون ته لېږدوي.
د هغه په وینا، د اسلامکلا ګمرک کې د لازمو زیربناوو برابرېدل د توکو د لېږد په زیاتوالي کې مهم رول لري. نوموړی زیاتوي چې سږکال تر اوسه نږدې ۸۰۰ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.
ایراني چارواکي وایي، چې د لاریو د تم کېدو موده له ۱۰ ورځو څخه ۵ ورځو ته راکمه شوې او د ناقانونه کډوالو د اسانه ستنولو لپاره یو نوی ځای هم برابر شوی دی.