امریکا افغان کډوالو ته: د قانوني پاتې کېدو موده پای ته ورسېده

۱۰ ساعتونه مخکې

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د «لنډمهالي خوندیتوب» (ټي پي اېس) پروګرام قانوني موده د ۲۰۲۵کال د جولای په ۲۲مه پای ته رسېدلې ده. له دې نېټې وروسته هغه افغان وګړي چې د یاد پروګرام له شرایطو برخمن وو، نور دا امتیاز نه لري.

د کورني امنیت وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، تر دې وروسته هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري او د (ټي پي اېس) پروګرام له پای ته رسېدو وروسته غېرقانوني ګڼل کېږي، کولای شي د امریکا پرېښودو لپاره له رضاکارانه وتلو پروګرامونو څخه ګټه واخلي.

دغه پروګرامونه هغو کسانو ته اسانتیاوې برابروي، چې غواړي په خپله خوښه له امریکا ووځي، پرته له دې چې ونیول شي یا په جبري ډول وشړل شي.

چارواکي وايي، چې د "CBP One" په نوم یو رسمي موبایل اپلیکېشن هم چمتو شوی، چې غېرقانوني مېشت کسان کولای شي له دې لارې له امریکا څخه د وتلو وخت ثبت کړي. دا کار کولی شي هغوی ته د قانوني عواقبو له ګواښ څخه د خوندي پاتې کېدو چانس ورکړي.

د امریکا د کډوالۍ چارو مسوولین ټینګار کوي، که یو څوک په خپله خوښه ووځي، نو دا به د هغه د راتلونکو قانوني غوښتنلیکونو پر وړاندې خنډ نه جوړوي؛ خو که څوک غېرقانوني پاتې شي، نو د سختو قانوني پایلو لکه نیول، جبري شړل او په راتلونکي کې امریکا ته د ننوتو بندیز سره به مخ شي.

دغو مسوولینو همداراز زیاته کړې، هغه کسان چې له ټي پي اېس وروسته نور قانوني اسناد نه لري، باید ژر تر ژره خپل وضعیت روښانه کړي او له قانوني لارو د وتلو هڅه وکړي، څو د قانون له جدي سرغړونو وژغورل شي.

د یادولو وړ ده، چې د لنډمهالي خونديتوب وضعیت پروګرام هغو خلکو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې د طبیعي پېښو، وسله‌والو شخړو، یا غېر معمولي شرایطو سره مخ دي.

دغه حالت معمولا له شپږو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې صادرېږي، چې د تمدید کولو وړ او د اخراج مخه نیسي.

د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام کډوالو ته اجازه ورکوي، چې په امریکا کې د اوسېدو ترڅنګ کار هم وکړي.

نور خبرونه

رادیو