طالبانو له بانکونو څخه په اوونۍ کې د نغدو پېسو د اېستلو اندازه ۵زره ډالرو ته لوړه کړه

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن دوشنبه د ( چنګاښ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اوس یې له ډالري حسابونو څخه په اوونیزه توګه د پیسو اېستلو کچه له دوه زره ډالرو څخه پنځه زره ډالرو ته لوړه کړې ده.

د افغانستان بانک ویلي، چې دغه اقدام یې خلکو ته د لازیاتو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره اخیستی دی.

دغه بانک د روانې (چنګاښ میاشتې په ۱۸مه) ویلي و، چې له انفرادي حسابونو څخه د میاشتنۍ نغدو پېسو اېستلو کچه له ۵۰۰زره افغانیو یو مېلیون افغانیو ته لوړه کړې ده.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم له بانکونو څخه د پېسو په را اېستلو کې یو لړ محدودیوتونه ولګول، چې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شول.

نور خبرونه

رادیو