عبدالسلام حنفي: هیچا ته اجازه نه ور کوو چې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، چې دوی به هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان له رييس سره په کتنه کې زیاته کړې چې دوی د «خوارجو او اهل فتنې» ریښې پرې کړې او د هغوی پناه ځایونه یې له منځه وړي.

عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې څرګنده کړې چې د متقابل درناوي او د نورو په چارو کې د نه لاسوهنې له لارې د نړۍ له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي همداراز د اسلامي نړۍ د پیوستون له سازمان نه وغوښتل چې په دې حساسو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رييس شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی چې نن کابل ته په یوه رسمي سفر تللی، په دې کتنه کې ویلي، چې دا د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان دنده ده چې په دې سختو شرایطو کې د افغان ولس لاسنیوی وکړي.

نور خبرونه

رادیو