افغانستان تېره میاشت د ۹۳۷ میلیونه ډالرو واردات او د ۶۳ میلیونه ډالرو صادرات کړي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، یوازې په تېره غبرګولي میاشت کې د هېواد په کچه د ۶۳،۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۹۳۷ اعشاریه دوه میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

یاده اداره وايي، چې تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي او تر ټولو ډېر صادرات هم پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي.

یاده اداره وايي، چې تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو شوي دي.

د روان کال په غويي میاشت کې بیا د صادراتو ټول ارزښت څه باندې ۱۰۲ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۲۴۴ میلیونه ډالره و.

نور خبرونه

رادیو