د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دمګړۍ په هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالیت لري او په دغو کارخونو کې تولید شوي درمل له لسو تر ۱۵ سلنې د ناروغو هېوادوالو اړتیاوې پوره کوي.
د سرچینې په وینا، په دغو کارخونو کې ۲۳۵۶ قلمه بېلابېل درمل تولیدیږي او کیفیت یې هم ښه دی.
- د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې معلوماتي بستې په خپرولو سره ویلي، د درملو سکټور د ملاتړ په موخه د درملو د قاچاق د مخنیوي قانون جوړ شوی، د هغو درملو پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوي چې په کور دننه تولیدېږي او د استفادې پر مهال په کور دننه تولید شویو درملو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
په داسې حال کې چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پانګوال له هېواده خپلې پانګې وباسي، د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي، چې په افغانستان کې د درملو په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.