د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د رېل پټلۍ شرکت اجراییه رييس ویلي، چې د عراق له کُردستان څخه خام تېل د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې له اذربایجاني چارواکو سره د مسافر وړونګي اورګاډي د واګونونو د پېر او ترمیم د هوکړو د لاسلیکولو پر مهال وکړې.
د نوموړي په وینا، له دغه ټرانزیټي بهیره د ملاتړ لپاره تهران ۱۰۰ نور واګونونه د رېل پټلۍ شبکې ته ور زیات کړي او دغه شمېر به تر دې هم لوړ شي.
د ویلو ده چې، افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری تېل له منځنۍ اسیا، ایران او عراق څخه واردوي خو موټر چلوونکي بیا د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري.