د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ نن یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته به له پاکستاني لوري سره د ترجیحي تعرفې په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یاد پلاوی به پر دې سربېره د پاکستان له چارواکو سره د ترانزیت، سوداګرۍ او نورو ورته مسایلو په اړه هم خبرې وکړي.
د شنونکو په باور، له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه هوکړه ماتېدونکې وي او د افغانستان د محصولاتو د فصلونو د رسېدو پر مهال بیا پاکستان شویو هوکړو ته شا کوي او په یوه ډول نه یوه ډول پاکستان ته د محصولاتو له واردېدو مخنیوی کوي.