په سوریه کې د امریکا سفارت یکشنبه (د چنګاښ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي، چې ډېر ژر له سوریې څخه ووځي او نور امریکایان دې هم سوریې ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په اعلامیه کې سوریه د جګړې او تاوتریخوالي سره مخ هېواد بلل شوی او امریکايي وګړو ته د ځان ژغورنې په اړه ځانګړې لارښوونه شوې ده.