ځایي سرچینې وايي چې د بدخشان ولایت په شهر بزرگ ولسوالۍ کې د کان کیندنې یوه چینايي شرکت د امنیتي ساتونکو او سیمه ییزو وسلهوالو تر منځ نښته شوې ده.
دا نښته د «داونگ» په نوم سیمه کې د سرو زرو یوه کان ترڅنګ شوې ده. سرچینې وايي، په پېښه کې د سیمهییز قوماندان زوی، وارث، وژل شوی دی.
سرچینې وايي، د چینایي شرکت محافظینو هڅه کوله چې هلته د کان کیندنې چارې پیل کړي، خو سیمه ییزو اوسېدونکو دا ځمکه خپل شخصي ملکیت بللی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه ځمکه د سیمې د یوه بانفوذه قوماندان «ملا نصرالدین» د اړوندو کسانو ملکیت بلل کېږي.
نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د شرکت ساتونکي سیمې ته دننه شول.
سرچینې وايي، په دې پېښه کې د سیمهییز قوماندان زوی وارث وژل شوی دی.
تر دې دمه په بدخشان کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو یا په کابل کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او یو شمېر کانونه د چینایي پانګوالو له لوري په قرارداد اخېستل شوي دي.