عبدالغني برادر: یو شمېر تولیدي فابریکې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې شوې

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه د یو شمېر تولیدي فابریکو د کمپلکس په پرانېستغونډه کې وویل، چې یو شمېر تولیدي فابریکې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته د ملي پراختیا شرکت له لوري بېرته فعالې شوې دي.

ملا عبدالغني برادر د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې د پام وړ مرسته وکړي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوس مهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین الاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ډوله تولیدات کوي.

نور خبرونه

رادیو