د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی د طالبانو له رییس الوزرا ملاحسن اخوند او د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په ارګ کې وکتل.
د طالبانو چارواکو په کتنه کې ویلي چې افغانستان او سعودي عربستان اوږدې او ژورې اړیکې لري.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ او کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه د چنګاښ ۳۰مه وویل، چې په لومړۍ ناسته کې سراج الدین حقاني د رابطة العالم اسلامي مشر محمد بن عبدالکریم العیسی ته ښه راغلاست ووایه او دغه ډول لیدنې کتنې یې د افغانستان او سعودي عربستان د مسلمانو ملتونو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي په ټینګښت کې اغېزناکې وګڼلې.
طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې د محمد بن عبدالکریم العیسی په حواله لیکلي:«افغانستان ته زموږ د راتګ لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ دعلماوو د علمي اړیکو ټینګښت او د رابطة عالم اسلامي له لارې د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ ترمنځ د علمي روابطو تحکیم دی»
د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې رییس الوزرا په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه او د یاد سازمان له رییس څخه یې وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه په استفادې دې د حج فریضې د ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د سهم د زیاتوالي غوښتنه له اړوندو مقاماتو سره مطرح کړي.
د طالبانو د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس د طالبانو د رییس الوزرا له څرګندونو وروسته وویل:« تاسې په خپلو خبرو کې د علماوو په موثر او فعال رول باندې ډېر ټینګار وکړ، خو متاسفانه چې د اسلامي نړۍ اعلامیې زیاتې ، مګر عملي کار یې کم دی.»
هغه همدراز زیاته کړې:« په افغان ولس کې موږ د اسلامي نړۍ امتداد وینو او د امت مهمه برخه یې بولو. د غزې د مسلمانانو وضعیت دردوونکی دی؛ دا د نسل وژنې څرګنده بېلګه ده. موږ تل په دې اړه خپل غبرګون په صراحت څرګند کړی او هلته روان ظلم او وحشت مو غندلی دی.»