د اسلامي نړۍ پیوستون ټولنې (رابطة العالم الاسلامي) مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د اسلامي نړۍ پر ننګونو خبرې کړې دي. متقي د اسلامي نړۍ په نږدېوالی کې د سعودي عربستان رول مهم بللی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي په دې کتنه کې د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او د طالبانو د مشر د عمومي عفوې اعلان، امنیت او ثبات او د دیني او معنوي اصلاحاتو هڅې یادې کړې.
متقي دغه راز په دې ناسته کې له اسلامي نړۍ سره د طالبانو پر ښو، نږدې او رغنده اړیکو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، هغه د اسلامي نړۍ د نږدېوالي لپاره د سعودي عربستان رول مهم وباله او له ټولو اسلامي هېوادونو سره یې د لا همغږۍ او همکاریو غوښتنه وکړه.
طالبان وايي، چې د رابطة العالم الاسلامي مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی په افغانستان کې د ترسره شویو پرمختګونو او عمومي عفوې ستاینه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې نوموړي افغانستان د اسلامي نړۍ لپاره یو مهم هېواد یاد کړ او ویې ویل چې د رابطة العالم الاسلامي او طالبانو ترمنځ منظمې اړیکې او غونډې د لا ښه تفاهم لامل ګرځي.