د پکتیا پوهنتون اړوند یوه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت د پوهنتون د پوهنځیو له استادانو غوښتي، چې سبا د «دعوت او فضایل» ترنامه لاندې پوښتنغونډه کې حاضر شي. د پکتیا پوهنتون استادان وايي، دوی د دیني مسایلو په تړاو پوښتل کیږي.
د مکتوب ترڅنګ د پکتیا پوهنتون رییس عبدالحکیم حمدي یو غږیز پیغام هم افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، چې له ټولو رییسانو او استادانو یې پکې په دې غونډه کې د جبري ګډون غوښتنه کړې ده.
د پکتیا پوهنتون یو استاد وویل:« سبا رسمي ورځ وخت کې ټول استادان د امربالمعروف محتسبانو د پکتیا پوهنتون تالار ته غوښتي چې د لمانځه پوښتنې وکړي.»
د پکتیا پوهنتون یو بل استاد وویل چې طالبان یوازې دیني پوښتنې نه کوي بلکې هغوی له استادانو غواړي چې باید خپل صورت هم د دوی په لارښوونه جوړ کړي.
نوموړي وویل:« طالبان استادان مجبوروي چې ږېرې اوږدې کړي او لونګۍ پر سر کړي.»
د پکتیا پوهنتون استادان اندېښنه لري، چې طالبان په دغه چلند سره غواړي ځینې استادان له دندو وشړي او د هغوی پرځای خپل کسان وګوماري.
د را رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، «طالبان نه یوازې د پوهنتون استادان بلکې راتلونکې اونۍ د هر پوهنځي محصلین هم غواړي او سپارښتنې ورته کوي او د نه منلو په صورت کې هغوی له پوهنتون څخه محروموي».
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغانستان په ټولو اداراتو کې ځانګړي ریاستونه او امریتونه ایجاد کړي دي، چې د ټولو دولتي کارکوونکو دیني او دنیاوي مسایل تعقیبوي.