اسراییلي ځواکونو د تازه بریدونو په ترڅ کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ ډېر فلسطینیان وژلي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا بریدونه په داسې حال کې روان دي، چې د لوږې له امله هم د مړو شمېر په زیاتېدو دی.
د غزې ښاروالۍ ویلي، چې د ښار په شمال کې اصلي د اوبو پاکولو فابریکه د اسراییلو د بشپړ سون توکو بندیز له امله تړل شوې او خلک له "شدیدې تندې" سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، د غزې ډېری اوسېدونکي څو ورځې د خوړو پرته تېروي او د ناورین کچې خوارځواکي سره مخ شوي دي.
دغه اداره وايي، دا د لوږې داسې کچه ده چې تر دې وړاندې ورسره هېڅکله مخ شوي نه و.
د راپورونو له مخې، په سیمه کې د بشري وضعیت د خرابېدو له امله نړۍوالې ادارې له بېړني اوربند او بشري مرستو ته د لاسرسي غوښتنه کوي.