د برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې او ایټالیا په ګډون ۲۵ لوېدیځو هېوادونو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې جګړه باید اوس په غزه کې پای ته ورسېږي.
دوی ویلي، چې د ولسي وګړو کړاوونه ژورې کچې ته رسېدلي دي.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ له ټولو خواوو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د دې وحشتناکې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو موټی شي او د سمدستي، بېقید او شرطه او دایمي اوربند ملاتړ وکړي.»
دغو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې د وینې تویېدل هېڅ معنا نه لري او دوی د امریکا، قطر او مصر له هڅو بشپړ ملاتړ اعلانوي، څو اوربند ته لاره هواره شي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت بیا دا ګډه اعلامیه رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی له واقعي حالاتو بې خبره دي او حماس ته ناسم پیغام استوي.
د اعلامیې په لاسلیک کوونکو کې جاپان، څو اروپايي هېوادونه، سویس او نیوزیلنډ هم شامل دي.
دوی ویلي: «چمتو یو چې د اوربند د عملي کېدو لپاره نور ګامونه واخلو.»