د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېره اونۍ کې له افغانستانه د اوسپنې پټلۍ له لارې ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو ته ۱۰۳ زره او ۴۶۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې دغه راکړه او ورکړه د حیرتان، اقینې، تورې غونډۍ او خواف سوداګریزو لارو څخه صادر شوي دي.