په سوېلي کوریا کې د سېلابونو او ځمکښویېدنو له امله د مړو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد

۳ ساعتونه مخکې

د سوېلي کوریا په ګاپیونګ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او ځمکښویېدنو له امله نن دوه کسان مړه شوي او پنځه نور لا هم لادرکه دي، چې له دې سره د مړو شمېر ۱۷ او د لادرکه شویو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، ددغو سېلابونو له امله تراوسه تر ۱۳ زرو زیات خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د کوریا ولسمشر لي جې-میونګ امر کړی، چې د زیان ژر ارزونه وشي او اغېزمنې سیمې "ځانګړې طبیعي آفت" سیمې اعلان شي، څو له دولت څخه یې ملاتړ ډېر شي.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي، باران به تر نن ورځې پای ته ورسېږي او ښايي له هغې وروسته ګرمۍ څپه پیل شي.

نور خبرونه

رادیو