روسیې د اوکراین پر سوومي د بې‌پیلوټه الوتکو برید کې ۱۳ کسان ټپيان کړي

۱۰ ساعتونه مخکې

د روسیې ځواکونو د جولای پر ۲۱مه د اوکراین شمال ختیځ سوومي ولایت پر ملکي سیمو د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، یو ۵ کلن ماشوم هم په ټپیانو کې شامل دی.

د دغه ولایت والي اولېګ هریخروف په ټېلګرام کې لیکلي: «د نن ماښام د پوتویلپه ټولنه کې د دوښمن له لوري پر ملکي زېربناوو د ډرون برید وشو.»

نوموړي شاوخوا ۱۰ بجې (د سیمه‌ییز وخت له مخې) راپور ورکړی و، چې څلور تنه چې یو ماشومام هم پکې دی، ټپیان شوي او بې له دې چې روغتون ته ولېږدول شي، درملنه‌یې شوې ده.

هریخروف زیاته کړې، د برید له امله اور بل شوی او بېړني ټیمونه هڅه کوي چې د اور مخه ونیسي.

وروسته چارواکو تایید کړه، چې د ټپیانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې تړون ۵۰ ورځو کې ونه‌شي، نو پر روسیې به سختې تعرفې ولګوي.

ټاکل شوې چې کییف او مسکو د جولای پر ۲۳مه د سولې خبرې بیا پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو