د سعودي پراختیایي صندوق (SFD) بوسنیا او هرزګووینا ته ۳۲ میلیونه ډالره پرمختیايي پور ورکړی، ترڅو د ساینس او ټېکنالوژۍ پارک او د محصلینو لپاره استوګنځای جوړ شي.
د دې پروژو هدف د لوړو زدهکړو، اقتصاد او تخنیکي برخو وده ده.
دا مرکز به څېړونکي، ساینسپوهان او سوداګر سره راټول کړي.
سعودي عربستان له ۱۹۹۶ راهیسې په بوسنیا کې پرمختیايي فعالیتونه کوي او تراوسه یې له دې هېواد سره له ۱۶۳ میلیونه ډالرو څخه زیاتې مرستې کړې دي.