برېتانیا به د انساني قاچاق وړونکو پروړاندې سخت بندیزونه ولګوي

۹ ساعتونه مخکې

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې دوی به ډېر ژر د انساني قاچاق وړونکو ډلو او د هغوی د همکارانو پر ضد بندیزونه ولګوي، چې د غېرقانوني کډوالۍ لړۍ ته لمن وهي.

سټنډرډ خبري رسنۍ په خپل راپور کې زیاتوي، چې دا به په نړۍواله کچه یو بې‌ساری ګام وي او دغه بندیزونه به نه یوازې د قاچاق وړونکو شبکو پر ضد وي، بلکې پر هغو کسانو به هم ولګول شي چې دغو شبکو ته مرسته رسوي، لکه د جعلي پاسپورټونو برابرونکي، مالي تمویلوونکي او فاسد امنیتي چارواکي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا ګام به د هغو کسانو پر ضد سخت پیغام وي چې غواړي خلک په خطرناکو لارو لکه کوچنیو بېړیو له سمندره تېر کړي.
د چارواکو په وینا، دا بندیزونه د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د برېتانیا د پراخ پلان برخه ده.
دوی دغه راز زیاتوي، چې حکومت ژمن دی څو له انساني قاچاق وړونکو سره مبارزه چټکه کړي او دا ناسم تصور ختم کړي چې برېتانیا ته غېرقانوني تګ یوه اسانه او خوندي لاره ده.

نور خبرونه

رادیو