د طالبانو په بند کې د برېتانیوۍ جوړې اولادونه وایي، چې که د دوی مور او پلار ژر خوشې نه شي، ښايي دوی په بند کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د راپورونو له مخې، یاده جوړه له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې ده.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۷۶ کلنې باربي رینولډز او د ۸۰ کلن پیټر رینولډز اولادونه چې دا مهال په برېتانیا او امریکا کې اوسېږي، له طالبانو غوښتي چې د دوی مور او پلار ژر تر ژره خوشې کړي، څو له دې مخکې چې په بند کې مړه شي، ازاد شي.
دغه جوړه په فبرورۍ میاشت کې بامیان ولایت ته د تګ پر مهال نیول شوې وه.
دوی وایي، مور او پلار یې له تېرو پنځه نیمو میاشتو راهیسې پرته له کومې قضیې یا رسمي تور په بند کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد کسان تر اتو اوونیو مخکې هم د څرخيپله بندخونه کې جلا-جلا ساتل کېدل.
د یادې جوړې د اولادونو په وینا، د یوې لرې طبي ارزونې له مخې ښايي پیټر رینولډز د زړه حمله یا "خاموش سټروک" تجربه کړی وي او باربي رینولډز د پښو د بېحسۍ له ستونزې سره مخ ده، چې دا د وینې د کموالي (انیمیا) له امله رامنځته شوې ده.
هغوی همداراز زیاتوي، چې تر دې دمه یې دوه ځلې د خپل مور او پلار د خوشې کېدو په اړه لیکونه د طالبانو مشرتابه ته استولي، خو لا هم د هغوی د خوشې کېدو هېڅ کوم څرک نه تر سترګو کېږي.
د دوی په خبره، طالبانو دوه میاشتې مخکې د یادې جوړې کورنۍ سره د هغوی د خوشې کېدو ژمنه کړې وه، چې تراوسه عملي شوې نه ده.
د یادونې ده، چې دغه جوړه له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښوونې پروګرامونه پرمخ وړي او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هم په هېواد کې پاتې شوي دي.