بدخشان ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه په بدخشان ولایت کې د دغې ډلې د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار له خولې لیکلي، چې په دې پېښه کې ۴ تنه مړه او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې؛ د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ او فیض اباد تر منځ لاره کې یو باروړونکی موټر له زرنج سره ټکر شوی دی.

ښاغلي ګامګار ویلي، چې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو