د روغتیا نړۍوال سازمان: څلور میلیونه افغانان د نشه‌يي توکو د کارونې له امله ځورېږي

۲ ورځې مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه کسان د نشه‌يي توکو د کارونې له امله ځورېږي.
د دې سازمان د سیمه‌ییز دفتر مشر په کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې له مرکز څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې په دې هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا اړینه ده.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې افغانستان ته د روغتیا د نړۍوال سازمان د سیمه‌ییزې برخې د مشر حنان بلخي د سفر جزییات خپاره کړل، چې په دې سفر کې د هېواد د روغتیايي وضعیت ارزونه، د ماشومانو د ګوزڼ د له‌منځه وړو هڅې او د روږدو کسانو درملنه د پام وړ ټکي یاد شوي دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي: «حنان بلخي په کابل کې د ښځو او ماشومانو د اعتیاد د درملنې له ۱۰۰ بستریز مرکز څخه د لیدنې پر مهال د هغو ښځو هوډ او زغم وستایه، چې تر درملنې لاندې دي او ویې ویل، چې هر څوک د درملنې د فرصت مستحق دي.»
همداراز، هغه په دې سفر کې د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره د همکارۍ پر اهمیت او د دغه هېواد د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو پر ژر ځواب ویلو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د ګډ اقدام غوښتنه کړې ده.
د اعلامیې له مخې، هغه په دغه سفر کې د طالبانو د روغتیا له وزیر، د یوناما له مشر، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي، د چین له سفیر او همداراز د پاکستان، اندونیزیا او ترکیې د سفارتونو او د نړۍوال بانک، اروپايي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدلي دي.
حنان بلخي په دې لیدنو کې د ماشومانو د ګوزڼ د له‌منځه وړلو، د روږدو کسانو د درملنې، د ملي روغتیا پالیسۍ د جوړولو، د بېرته ستنېدونکو ملاتړ، د نشه یي توکو د استعمال پر وړاندې مبارزې او د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد دفتر په یوه څېړنیز راپور کې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د تزریقي استعمال د بې‌سارې زیاتوالي خبر ورکړی و.
د دې څېړنې د موندنو پربنسټ، په افغانستان کې د چرسو او تریاکو دودیز استعمال کم شوی، خو د هیرویینو او شیشې کارونه زیات شوی دی.
په راپور کې مالي ستونزې، ټولنیزه بدنامي او د ځانګړو درملیزو مرکزونو نشتوالی درملنې ته د لاسرسي له مهمو خنډونو څخه بلل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو