د کرېکټ په شپږیزه لیګ کې بند امیر د ۱۲منډو په توپير سره سپين غر پړانګانو ته ماتې ورکړه

۲۱ ساعتونه مخکې

په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیاليو کې بند امير لوبډلې د ۱۲ منډو په توپير سره سپين غر پړانګانو ته ماتې ورکړه او په دې سیاليو کې یې دويمه بریا خپله کړه.

د بند امير په لوبډله کې صدیق الله اتل ۷۵ او محمد شهزاد ۳۹ منډې جوړې کړې او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ د لسم پړاو سیالیو د اوومې لوبې پچه د سپين غر پړانګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بندامیر ښامارانو لوبډلې په شل اوره کې د خپلو پنځو لوبغاړو په زیان سره ۱۹۳ منډې هدف وټاکه.

د دې لوبډلې په توپ وهنه کې صدیق الله اتل ۷۵، محمد شهزاد ۳۹ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۳۰ منډې جوړې کړې.

د سپین‌غر پړانګانو په لوبډله کې شمس‌الرحمان درې، او فریدون داودزی یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

سپين غر پړانګانو لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او یوازي يې ۱۸۰ منډې جوړې کړې، چې د ۱۲ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

نور خبرونه

رادیو