د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغان کډوالو د وضعیت د تنظيم او ستنېدو په اړه ویلي:«افغان کډوال زموږ وړونه او خویندي دي او اوسني اقدامات په ایران کې د دوی د شتون د تنظيم په اړه اړين دي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې د کډوالو د ستنېدو بهیر باید په درناوي او ارامتیا سره ترسره شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغان کډوالو وضعت او ستنېدو ته په اشارې ویلي: «که څه هم دا بهیر ممکن ځیني ننګونې ولري؛ خو باید هڅه وشي، چې د دوی ستنېدل د انساني کرامت په ساتلو تر سره شي.»
پزشکیان پر هغو کسانو نیوکه وکړه، چې د بشري حقونو په پلمه د ایران پر سیاستونو نیوکه کوي؛ خو د افغان ښځو او ماشومانو د وژنو پر وړاندې چوپ پاتې دي.
د نوموړي له دې څرګندونو سره هممهاله په هرات ولایت کې د طالبانو د والي په مشرۍ د افغان چارواکو یو پلاوی مشهد ته تللی، ترڅو د هرات ـ خراسان رضوي ترمنځ د ګډې اقتصادي کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.
یاد پلاوي د کډوالو له کمپونو څخه لیدنه کړې او له ایراني چارواکو سره یې د کډوالو د ستنېدو د اسانتیاوو او د انساني حقونو د رعایت په اړه هم خبرې کړې دي.
د ایراني چارواکو په خبره، د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان وګړو د تنظیم موضوع د حکومت او پارلمان له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.