تېره ورځ تر ۲زره ډېر کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۶

د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې پرون سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) ۲۶۴۷ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه او یوشمېر نور په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

نور خبرونه

رادیو