طالبانو په پنجشېر کې د ۶۰۰ څخه زیاتو زمرد کانونو د استخراج جوازونه ورکړي دي

۲ ورځې مخکې

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د زمرد د ۱۷۰۰ څخه زیاتو پېژندل شویو کانونو څخه یې د ۶۰۰ کانونو جوازونه ورکړي دي.

دې ریاست لیکلي چې تخنیکي ټیمونو تر اوسه پورې د پریان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ څخه ډېر کانونه ثبت کړي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په پریان ولسوالۍ کې د پنځو نویو کانونو د استخراج پروسه په رسمي ډول پیل شوې ده.

دې ادارې زیاته کړه، چې د کانونو د استخراج د پروسس پیل شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مشر محمد قاسم امیري د کانونو د استخراج د جوازونو د ورکولو د پروسې د چټکتیا اعلان وکړ او ویې ویل چې تر اوسه پورې له ۶۰۰ څخه زیاتو شرکتونو ته د کانونو جوازونه ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د زمرد د کانونو د پیژندلو او چمتو کولو پروسه په ټول ولایت کې روانه ده.

د طالبانو ځايي چارواکي ویلي، چې اوس مهال په پنجشېر کې د شاوخوا ۱۸۰ زمرد کانونو استخراج په عملي توګه روان دی.

طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د طبیعي سرچینو او کانونو د استخراج پروسه ګړندۍ کړې ده.

خپلواکو ادارو او کارپوهانو دا ډله په طبیعي سرچینو او د شتمنیو په ضایع کولو تورنه کړې ده او دا استخراج غیر مسلکي بولي.

نور خبرونه

رادیو