د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د بګرام هوایي اډه کې د چین د حضور په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې «لویې خو بېاساسه ادعاوې» وبللې.
یاد طالب چارواکي حیرانتیا وښوده چې ولې ټرمپ «د نړۍ د پرمختللو معلوماتي وسایلو سره سره داسې لویې خبرې کوي، خو ډېر لږ معلومات لري.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټوټ له فارغانو سره په یوه وینا کې وکړې.
متقي وویل، چې طالبان له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکي دي، خو د هېڅ هېواد پوځي حضور په افغانستان کې نه مني.
د طالبانو رسمي سرچینو د امیرخان متقي د وینا دوه نسخې خپرې کړې دي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر په لهجه کې څرګند توپیر لیدل کېږي.
د متقي د وینا په ویډیويي نسخه کې د بګرام اډې په اړه د ټرمپ څرګندونې «د ناقصو معلوماتو پر بنسټ» توصیف شوي دي او په بل عبارت کې بیا ویل شوي چې ټرمپ د چین د حضور او له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو په اړه کافي معلومات نه لري.
خو په الاماره وېبپاڼه کې چې د طالبانو له رسمي او تایید شویو خبري سرچینو څخه ده، د متقي په وینا کې د ټرمپ څرګندونې په توند لحن «بېاساسه» بلل شوې دي.
هلته لیکل شوي: «دا د حیرانتیا ځای دی چې نن د نړۍ د پرمختللو معلوماتي وسایلو سره سره داسې لویې خو بېاساسه ادعاوې مطرح کېږي. دا خبرې هېڅ بنسټ او اساس نه لري.»
ټرمپ په ځلونو ادعا کړې ده، چې چین د بګرام هوایي ډګر کنټرول په لاس کې لري.
هغه دا هم ویلي و، چې که دی لا هم په سپینه ماڼۍ کې وای، بګرام هوایي ډګر به چې د هغه په وینا د چین د اټومي تاسیساتو ته نږدې دی، هېڅکله نه پرېښود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «ولسمشر ټرمپ باید دا حقیقت په غور واوري او نور هېوادونه هم باید پوه شي چې موږ د تعامل پلویان یو، خو یو سیاسي، ډیپلوماټیک او اقتصادي تعامل؛ نه داسې تعامل چې د پوځي حضور پر بنسټ وي.»
متقي وویل، چې طالبان د متوازنې بهرنۍ تګلارې او له ټولو هېوادونو سره د پراخو اړیکو غوښتونکي دي.