د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران پر یوه عملیاتي ډلې وسلهوال برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
دغه ډله چې افغان، ایراني او پاکستاني غړي یې لرل، د بلوڅانو پر ضد په عملیاتو تورن و.
د دغه سازمان د راپور له مخې، برید د شنبې سهار (د چنګاښ ۲۸مه) د سیستان و بلوچستان ایالت د سراوان ولسوالۍ د صفري سرحد «بچهراهی» په سیمه کې د سپاه پاسداران له خوا جوړ شوي درېملیته عملیاتي ټیم پر مرکز شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، چې یو یې د دغه ټیم مشر بلل شوی.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې بریدګرو تر برید وروسته درې موټرونه سوځولي او د ټیم وسلې او تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.
دغه ټیم د سپاه قدس سیمهییز قرارګاه او د سجاد عملیاتو د قرارګاه اړوند بلل شوی او د ایران، پاکستان او افغانستان تابعیت لرونکي کسان پکې شامل وو، چې د سپاه پاسداران د دوو ځایي قوماندانانو، هوشنګ صوریزهي او یاسر نوشېرواني تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کاوه.
د «حال وش» د معلوماتو پر بنسټ، د وژل شویو کسانو له ډلې ډېری یې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د پوځ غړي وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران یا پاکستان ته تللي دي.
راپورونه وايي، چې سپاه پاسداران له دوی څخه د بلوڅ مدني فعالانو، سیاسي مخالفانو او عامو وګړو پر ضد د وژونکو ډلو او فشاروونکو ځواکونو په توګه استفاده کوله.
سرچینې زیاتوي، چې هوشنګ صوریزهي او یاسر نوشېرواني چې د سپاه ځایي قوماندانان دي، له خپلو افرادو سره د بلوڅ سونوړونکو، افغان کډوالو او مسافرو پر ضد د سرقت، وژنو او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په پېښو تورن شوي دي.
په دغه راپور کې پنځه تنه پخواني افغان سرتېري د وژل شویو په لیست کې دي، چې نومونه یې اسد، بازګل، نعمت، احمد او عمر یاد شوي دي. همداراز، یو پخوانی افغان سرتېری پهلوان د ټپیانو په لیست کې شامل دی.
ویل شوي، چې «اسد» د افغانستان پخوانی سرتېری د دې ټیم د افغان غړو د جلب مسول و.
راپور زیاتوي، چې یاسر نوشېرواني او اسد دواړه پخپله نښته کې ټپیان شوي دي.
یاد ټیم د هوشنګ صوریزهي تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه، چې ورور یې اورنګ صوریزهي څو ورځې مخکې په سراوان کې د جیش العدل له خوا وژل شوی و.
بریدګرو د ټیم وسلې او مهمات له ځان سره وړي او د هغوی د مېشت ځای یې سوځولی دی.
تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نهدی منلی، خو ځايي سرچینې دا برید د اورنګ صوریزهي د وژل کېدو غچ ګڼي.