د ترکیې په لوېدیځ کې د یوې ځوانې افغانې مېرمنې مړی موندل شوی

۱۱ ساعتونه مخکې

د ترکیې د مانیسا ښار په جمهوریت سیمه کې د یوې ځوانې افغان مېرمنې مړی د هغې په کور کې موندل شوی دی.
پولیسو ویلي، چې د دې پېښې په تړاو د هغې مېړه تر تعقیب لاندې دی.

دا د تېرې یوې اوونۍ په موده کې د افغانو ښځو د وژنې دویمه پېښه ده چې په ترکیه کې رامنځته کېږي.
د ترکیي رسنیو د راپور له مخې، د دغې ۱۷ کلنې مېرمنې مړی د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د هغې په کور کې موندل شوی دی.
راپورونه وايي، د یادې مېرمنې مړی تر هغه وروسته وموندل شو چې کورنۍ یې د هغې له حاله بې خبره پاتې شوي و.
د راپور له مخې، مړی د کور دننه داسې حالت کې موندل شوی چې په کمپله کې پوښل شوی و او ګاونډیانو یې ویلي، چې یوه شپه وړاندې نوموړې له خپل مېړه سره شخړه درلوده.
د پېښې له پلټنو وروسته، د تحقیقاتي ټیم غړو مړی د مانیسا د مرکز افندي دولتي روغتون ته د کالبد شکافۍ لپاره ولېږداوه.
د یادولو ده، چې تر اوسه د هغې د مړینې اصلي لامل نه دی څرګند شوی.
پولیسو ویلي، چې د دې پېښې په تړاو د نوموړې د مېړه د موندلو هڅې روانې دي.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې درې ورځې وړاندې (د چنګاښ پر ۲۵مه) هم یوه ۲۹ کلنه افغانه ښځه د ترکیې په اسکيشهیر ښار کې په خپل کور کې د چړو وهلو له امله وژل شوې وه.
پولیسو هغه کس چې ویل کېږي د هغې د ژوند پخوانی شریک و، د ترکیې په ساکاریا ښار کې پېژندلی او نیولی دی.

نور خبرونه

رادیو