د طالبانو د انتقام تازه څپه؛ له افشا شویو افغانانو لس تنه نور وژل شوي

۱۳ ساعتونه مخکې

ډیلي مېل ورځپاڼه وايي، طالبانو په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۰ هغه افغانان وژلي چې له برېتانیا یا لوېدیځو متحدینو سره یې همکاري کړې وه.

دا وژنې له هغه وروسته شوي، چې د برېتانیا د حکومت له خوا د زرګونو افغان همکارانو اړوند محرمانه معلومات افشا شول.

د ډیلي مېل په راپور کې راغلي، چې دا وژنې له هغه وروسته چټکې شوې چې د برېتانیا حکومت تایید کړه چې د هغو زرګونه افغانانو شخصي معلومات افشا شوي، چې له برېتانوي ځواکونو سره یې کار کړی و.

راپور زیاتوي چې د همدې اوونۍ په پای کې څلور کسان په یوه ډله‌يیز اعدام کې وژل شوي او جسدونه یې په یوه کښت‌ځای کې غورځول شوي، په داسې حال کې چې څلور نور کسان بیا له ایران څخه تر شړل کېدو وروسته وژل شوي دي.

تر اوسه دا روښانه نه ده، چې ایا وژل شوي کسان د هغو کسانو له ډلې دي چې د معلوماتو له افشا کېدو وروسته له جدي مرګوني خطر سره مخ شوي، خو دا وژنې د طالبانو له لوري د انتقامي اقدامونو د شدت څرګندونه کوي.

سرچینې وایي، څېړونکي هڅه کوي معلومه کړي چې ایا په بدخشان ولایت کې وژل شوي څلور کسان د پخوانیو افغان ځانګړو ځواکونو غړي وو او که نه؟ دغه ځواکونه د شل کلنې جګړې پر مهال له برېتانیا او متحدینو سره یې اوږه په اوږه جنګېدلي وو.

که دا معلومات تایید شي، نو ښایي چې وژل شویو کسانو د افغانانو د کډوالۍ او مرستې (ARAP) پروګرام ته د انتقال غوښتنلیکونه سپارلي وي او شونې ده چې د دوی معلومات هم له همدې لارې افشا شوي وي.

په ورته وخت کې، هغه برېتانیايي وکیلان چې د ایران دننه د پټو افغانانو قانوني چارې تعقیبوي، هڅه کوي معلومه کړي چې ایا د دوی موکلین د هغو کسانو په ډله کې شامل دي چې بېرته افغانستان ته شړل شوي او وژل شوي دي او که نه.

د راپور پر بنسټ، د یکشنبې په ورځ یوه زړه‌بوږنونکې پېښه هغه مهال وشوه چې یو کس په کندهار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه کوڅه کې وویشتل شو. دا کس د ټپي حالت سره سره ټلیفون وکړ او خپل وژونکی یې د طالبانو غړی وباله؛ خو لږ وروسته یې ساه ورکړه.

همداراز، څو ساعته وروسته یو پخوانی نظامي قوماندان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، هم ووژل شو، چې په دې سره د وروستیو ورځو د وژل شویو شمېر ۱۰ ته رسېدلی.

د شنبې په ورځ، ډیلي مېل راپور ورکړ چې ځینې محلي جنګسالاران هم د انتقامي وژنو لړۍ پیل کړې ده. د وژل شویو له ډلې یو هم د یوه پخواني افغان سرتېري ورور و، چې خپله برېتانیا ته تښتېدلی او ویل کېږي چې نوم یې د افشا شویو کسانو په نوملړ کې و. د هغه د کورنۍ غړو دا وژنه له برېتانیا سره د هغه د ورور همکارۍ سره تړلې بللې ده.

که څه هم تراوسه دا نه ده تایید شوې، چې طالبان په اصل کې دې معلوماتو ته لاسرسی لري، خو راپورونه وايي چې دا ډېټابېس د برېتانوي استخباراتو، ځانګړو ځواکونو او همکارو افغانانو بشپړ جزییات لري.

طالبانو ته منسوب ځینو سرچینو هم ادعا کړې ده، چې دوی دا معلومات تر لاسه کړي دي.

فیض چې یو ۳۹ کلن پخوانی ژباړن دی او پنځه کاله یې د برېتانوي ځواکونو ترڅنګ کار کړی، ویلي: «ټول خلک وېرېدلي دي. نیونې او وژنې زیاتې شوي. داسې ښکاري لکه طالبان چې موږ ته پیغام راکوي. دا ښکاره ده چې د وژنو زیاتوالی په برېتانیا کې د افشا شویو معلوماتو سره تړاو لري.»

فیض چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره پټ ژوند کوي، وایي چې په سختۍ سره د نیونې له یوې پېښې تېر شو، کله چې څلور وسله‌وال طالبان د هغه کور ته ورغلل چې دی پکې پټ شوی و. نوموړي تایید کړې، چې نوم او مشخصات یې د افشا شوي لیست برخه دي.

د هغه په خبره: «زه یو نښه شوی کس یم. که پیدا شم، حتما به ووژل شم.»

هغه زیاتوي: «په ۲۰۱۷ کې زه د برېتانوي ځواکونو لپاره ژباړن وم، کله چې هغوی یو طالب قوماندان پوښتنو ته راوغوښت. اوس دا کس ازاد ګرځي او زما معلومات یې په فېسبوک خپاره کړي او غوښتنه یې کړې ده چې زه دې سزا ته وسپارل شم.»

یو بل پخوانی ژباړن چې اوس د پاتې شویو افغانانو لپاره کمپاین کوي، ویلي: «وژنې له هغه راهیسې زیاتې شوې چې برېتانیا ومنله چې معلومات یې له کنټروله وتلي. که څه هم موږ دقیق نه پوهېږو چې طالبان دا معلومات لري، خو پوهېږو چې ځینې له افشا شویو کسانو وژل شوي دي.»

نور خبرونه

رادیو