سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ عمومي ریاست کې له ښځینه مراجعینو سره ناوړه او غېرانساني چلند روان دی.
د سرچینې په خبره، طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
سرچینې همداراز زیاتوي، هغه ښځې چې د پاسپورټ اخیستو، تمدید یا د خپلو ماشومانو د اسنادونو د تعقیب په موخه دې ادارې ته ورځي، د طالبانو له سخت سپکاوي، تمسخر او ځینو مواردو کې ان له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
د راپورونو له مخې، د یاد ریاست په دروازه کې طالبان له ښځو غواړي چې یا دې له خپل محرم سره دې ریاست ته مراجعه وکړي او یا به یې اسنادونه نه طی مراحل کېږي.
یوه مېرمن چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: "زه د خپلو ماشومانو د پاسپورټ د تمدید لپاره تللې وم، خو طالب چارواکو راته وویل چې دا کار له محرم نارینه پرته نهشي کېدلای او هېڅ دلیل هم نه مني."
د بشري حقونو سازمانونه، مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین دا ډول چلند د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي او ټینګار کوي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې منظم ظلم ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته او د یادې ډلې له خوا د پراخو محدیدیتونو پر دوام ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو نړۍوالو بنسټونو په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو پر ازاد تګراتګ، تعلیم، کار او اساسي خدماتو ته پر لاسرسي محدودیت ونه لګوي، خو د شته شواهدو له مخې، وضعیت ورځ تر بلې بحراني کېږي.
دغه پېښې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختدریځه سیاست دوام ګڼل کېږي، چې نه یوازې د فردي ازادیو خلاف دي، بلکې د افغانستان له اساسي اړتیاوو سره هم په ټکر کې دي.