د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ کې د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې له خوا ګډ عملیات ترسره شوي، چې پکې لږ تر لږه پنځه وسله وال وژل شوي، دوه ټپیان او اته نور ژوندي نیول شوي دي.
چارواکي وايي، دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو.
د ملاکنډ د درګۍ تحصیل د مرستیال کمېشنر وحیدالله خان د معلوماتو له مخې، دا عملیات د شنبې په ماښام د مهرډۍ په سیمه کې ترسره شول.
نوموړي وویل: «پولیسو او سي ټي ډي په دغه بریاليو عملیاتو کې برخه واخیسته، پنځه ترهګر له منځه یوړل شول، دوه نور ټپیان شوي او اته تنه نور ژوندي نیول شوي دي.»
وحیدالله خان زیاته کړه، چې نیول شوي کسان د سي ټي ډي مرکز ته لېږدول شوي او ټپیان د درګۍ تحصیل روغتون ته انتقال شوي دي.
نوموړي دا هم تایید کړه، چې دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وو او په سیمه کې یې د تاوتریخوالي په ګڼو پېښو کې لاس درلود.
یاده دې وي، چې پاکستان د ۲۰۲۵ د نړۍوال ترهګرۍ د شاخص له مخې دویم مقام لري او د راپورونو له مخې، یوازې په تېر یو کال کې د ترهګریزو پېښو له امله د تلفاتو کچه ۴۵ سلنه زیاته شوې، چې ۱۰۸۱ کسان پکې وژل شوي دي.
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره امنیتي ځواکونو هڅې هم پراخه کړې دي.