د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په تیراه کې د شویو بمباریو له امله د شاوخوا شلو ولسي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي: «په تیراه کې چې څه پېښ شوي، ښکاره دولتي ترهګري او د ظلم انتها ده.»
اېمل ولي خان د دوشنبې ناوخته (د وږي ۳۱مه) په خپلې اېکس پاڼې د پاکستان دولت د خپلو خلکو قاتل وباله او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، چې «د شپې له خوا د ښاري سیمو بمباري د کوم قانون او کوم انسانیت له مخې ترسره کېږي؟»
د نوموړي په وینا، که پلمه دا وي چې هلته د ترهګرو د په نښه کولو په موخه بمباري شوې: «نو ایا د پاکستان ټکنالوژي د داسې بېکاره او غېر مسلکي کسانو په لاس کې ده؟»
اېمل ولي خان ولایتي او فډرالي ادارو مجرمانه چوپتیا هم شرمناکه بللې او په وینا یې دا باید واضیح شي، چې که چېرې دغه عملیات د ترهګرو پر ضد و، نو وژل شوې ښځې او ماشومان په کومه کټګورۍ کې راځي.
نوموړي د دغه خونړي برید په اړه د شفافو څېړنو او اغېزمنو کورنیو ته یې د عدالت غوښتنه کړې او همداراز یې پر سیمه ییزو ادارو په نیوکو سره ویلي، چې که ولایتي ادارې په دې برید او عام وژنه کې لاس نه لري، نو حکومت باید پرېږدي او د خلکو منځ ته دې راشي.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه ناوخته په تیراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ولسي وګړي وژل شوي او پنځه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د ځايي اوسېدونکو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغو بریدونو په غبرګون کې د خېبرپښتونخوا د باړې بازار نن وتړل شو او ځايي خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د تېرې شپې د هوايي بریدونو عاملینو ته د سزا ورکړې غوښتنه وکړه. د دغه لاریونوالو په وینا، په دغو بریدونو کې په قصدي ډول عام خلک په نښه شوي دي.
د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.