د پاکستاني بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان له ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د خپل ګوند (تحریک انصاف پاکستان) له غړو غوښتي، چې په پېښور کې د سپټمبر په ۲۷مه جلسه کې ګډون وکړي. هغه د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر ته سپارښتنه کړې، چې د دغې جلسې لپاره بشپړ تیاری ونیسي.
بندي عمران خان په خپله اېکس پاڼه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د سپټمبر په ۲۷مه یعنې ۴ ورځې وروسته په پېښور کې د یوې لویې جلسې د جوړېدو غوښتنه کړې.
د نوموړي په وینا، دغه جلسه د قانون د حاکمیت، د رسنیو د ازادۍ، د قضا د خپلواکۍ او د ولسواکۍ د بیا احیا کېدو لپاره رابلل شوې ده.
عمران خان د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ته سپارښتنه کړې، چې د دغې جلسې لپاره ټولې تابیاوې ونیسي او په وینا یې چې د تحریک انصاف ګوند ټول غړي باید د دغې جلسې د تاریخي کېدو لپاره سخت کار وکړي.
خان له علي امین ګنډاپور او همداراز له خپلو وکیلانو غوښتي، چې له حکومت سره اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي او په وینا یې که حکومت غواړي خبرې وکړي، نو په اډیاله زندان کې دې له ده سره مخامخ خبرې وکړي.
د نوموړي په باور، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د خپل «ناقانونه» واکمنۍ د غځولو لپاره ولسواکي لغوه کړې، په هېواد کې تر ټولو لوی ګوند یې له ستونزو سره مخ کړی، د فبرورۍ په اتمه ده ته ورکړ شوې رایې «غلو» ته سپارلي، قضا یې له خپلواکۍ حالته اېستلې او دولتي اداره یې ترې جوړه کړې، ظلم یې عام کړی، خلک زندان ته اچوي او د نظامي محکمو له لارې بندیانو ته غېر قانوني سزاګانې ورکوي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د عمران خان دغو څرګندونو ته تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودلی.