نن سېشنبه (د تلې لومړۍ نېټه) پر تېراه د پرونیو بمباریو په غبرګون کې د پښتونخوا په باړې بازار کې خلکو احتجاجي پرلت پيل کړ. د احتجاج په ډول د باړې بازار تړل شوی او ښایي، چې د دغه احتجاج لمن د پښتونخوا نورو ښارونو ته هم خپره شي.
ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خلکو د پښتونخوا ایالت په تېراه سیمه کې د پرونیو بمباریو د قربانیانو لپاره په باړې بازار کې لومړۍ دعا وکړه او ورسره سم دغه بازار وتړل شو او خلکو د احتجاج په ډول پرلت پيل کړ.
د سرچینو په حواله؛ پرلت ته ځایي سياسي مشرانو ویناوې پيل کړې او دغه پېښه یې غندلې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ښایي دغه احتجاج دوام وکړي او نورو سیمو لکه په پېښور کې د کور کمانډر هاوس او نورو ځایونو ته هم وغځېږي.
پرون د پښتونخوا په تېراه ولسوالۍ کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوايي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي. دغه ډول په دې بمباریو کې ۵ کورونه هم په بشپړه ډول ویجاړ شوي دي.
د دې پېښې په تړاو د پاکستان ځينو سیاسي مشرانو لکه محسن داوړ او اېمل ولي خان هم غبرګونونه ښودلي دي.