په خېبر پښتونخوا کې د عملیاتو پرمهال ۹ وسلوال وژل شوي او ۳ افسران ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

د خېبرپښتونخوا ایالت پولیس وايي، چې د یاد ایالت اړوند د هنګو په ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۹ وسلوال وژل شوي او ۳ پاکستاني افسران ټپیان شوي.

د پولیسو افسر ذوالفقار حمید رسنیو ته وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او پولیسو د هنګو په زرګري شینواري سیمه کې ګډ عملیات ترسره کړي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د کوهاټ د سیمه‌ییزو پولیسو افسر عباس مجید په حواله لیکلي چې د دې عملیاتو پرمهال د پولیسو ټپي شوي افسران د کوهاټ په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د عمومي مشر لخوا ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته هم شوې ده.

تراوسه پورې پاکستاني طالبانو او یا هم کومې بلې وسلوالې ډلې د خېبرپښتونخوا د پولیسو ددې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو